د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه نن خپل بل سفر پيل کړی دی او د روانې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به دوام وکړي. سرچینه وایي، چې زلمی خلیلزاد به په دې سفر کې بلجیم، پاکستان، افغانستان، قطر، ترکیې او المان ته لاړ شي. سرچینه کاږي له دې کار د امریکا ستره موخه دا ده، چې په افغانستان کې ښکېلې خواوې د خبرو مېز ته حاضرې کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پر مټ په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي. امریکا ویلي غواړي د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې دغه هېواد ته ثبات راولي او په دې توګه افغانان وکړی شي د خپل هېواد سرنوشت پخپله وټاکي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ستره موخه یې دا ده، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو زمینه برابره کړي او په دې برخه کې یې له خپلو متحدو هېوادونو هم د همکارۍ غوښتنه کړې ده.




































