د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، وسله وال طالبان لا هم د سولې په برخه کې خپل لجاجت ته ادامه ورکوي. دده په وینا طالبان له افغان حکومت سره رښتینو مذاکراتو ته نه دي تیار او نه هم په رښتینې توګه د سولې پلویان دي. دده په وینا سوله قربانۍ ته اړتیا لري او طالبانو ته په کار ده، چې د رښتینې سولې لپاره نرمښت وښيي. دده په خبره افغان حکومت هېڅ وخت پر طالبانو د سولې لپاره سخت شرایط نه دي وضع کړي بلکې تل یې غوښتي چې د سولې لپاره له ټولو فرصتونو او اسانتیاوو کار واخلي. عبدالله عبدالله همدا راز وویل، چې دوی د سولې لپاره قربانۍ ته تیار دي، خو هېڅ وخت به د ولس ارمانونه قرباني نه کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او په دې توګه دې په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. هغه پر ولس هم غږ وکړ، چې خپل یووالی وساتي او په دې توګه د هېواد د ښې راتلونکې لپاره د خپل حکومت ملاتړ وکړي.




































