ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند حنیف اتمر له امریکایي چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. د حنیف اتمر له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د امریکا سفیر جان باس او د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي. سکاټ مېلر او جان باس د حنیف اتمر دفتر ته ورغلي او د افغان سولې په اړه یې اوږدې خبرې ورسره کړې دي. حنیف اتمر ویلي، د مسکو په غونډه کې د افغان سولې په اړه اوږدې خبرې شوې دي او دغه غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره خورا مهم وه. حنیف اتمر ویلي له طالب لوري سره یې په خبرو کې ټینګار کړی چې باید د بین الافغاني مذاکراتو لپاره تیاری وښيي او په دې توګه روانه جګړه ختمه کړي. دده په وینا د مسکو په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې په راتلونکې ورته ناسته کې باید د افغان حکومت استازي هم حضور ولري. امریکایي نظامي او سیاسي چارواکو هم په دې لیدنه کې د افغان سولې په اړه پر هڅو ټینګار کړی دی او ویلي یې دي امریکا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له ټولې هڅو ملاتړ کوي.




































