په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیسکې ویلي، د افغان سولې په تړاو مسکو کې جوړې شوې او جوړېدونکې غونډې د امریکا ګټو سره په ټکر کې نه دي بلکې کولی شي د دوی ګټې هم خوندي کړي. نوموړي له سپوټنیک اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دا غونډې د امریکا ګټې هم خوندي کولی شي او د افغان سولې لپاره هم ښه نتیجه لري. هغه دغه راز ویلي چې په مسکو کې د روسیې په همکارۍ جوړه شوې غونډه چې امریکا یې هم نظارت کول د افغان سولې برخه کې ښه غونډه وه او زیاتوي دوی تر اوسه په دې اړه د کومې ناستې تابیا نه لري خو د اړتیا په صورت کې چمتو دي ورته ناستې جوړې او امریکا ته هم پکې د ګډون بلنه وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن ورځ په همدې موخه اروپایي هیوادونو ته خپل مهم سفر پیل کړی دی.




































