د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا مشر وایي، د ټاکنو د تعدیل مسوده حکومتي ده او کومه مثبته پایله نه شي لرلی. دا خبرې وروسته تر هغه مطرح کېږي چې افغان ولسمشر د ټاکنو د قانون د تعدیل د طرحې د چمتو کېدو خبر ورکړ چې د ټاکنو یو شمېر څارونکي بنسټونه دغه طرحه حکومتي ګڼي او وایي چې د دطرحې په پلې کېدو سره هم کومه مثبته پایله لاس ته نه شي راتللی. محمد نعیم ایوبزاده نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، دغه موضوع د ټاکنو څارونکي بنسټونه اندېښمن کړي دي. ټیفا په دغه مسوده کې د بدلون راوستلو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې ولسشمر غني د تېرې جمعې په ورځ د ټاکنو د تعدیل په اړه په یوه مشورتي ناسته کې وویل چې د ټاکنو د قانون د تعدیل طرحه چمتو شوې ده.



































