د مشرانو جرګې د ادارې پلاوي ځینې غړو له طالبانو غوښتنه کړې چې د حکومت د سولې اړوند وړاندیزونو ته دې مثبت ځواب ووایي. د یادې جرګې غړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ولسمشر غني پرون په ننګرهار ولایت کې یوې غونډې ته خبرو کې وویل چې چمتو دی په کابل او یا هم کوم بل ولایت کې طالبانو ته دفتر ورکړي او امنیت یې وساتي. د یادې جرګې مرستیال منشي فیصل سمیع او یو شمېر نور غړي وایي که طالبان د حکومت دې وړاندیز ته ځواب ووایي، د سولې د خبرو پر پروسې به خورا ښه اغېز وکړي. دوی وایي، حکومت تل طالبانو ته د سولې لپاره ښه وړاندیزونه کړي دي خو طالبانو یې تر اوسه پورې یو وړاندیز ته هم مثبت ځواب نه دی ویلی. دوی زیاتوي، له دې داسې ښکاري چې طالبان لا هم په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه دي.



































