ولسمشر غني ویلي په راتلونکې کب میاشت کې به د سولې مشورتي لویه جرګه رابولي. د نوموړي دغه اقدام د پخواني ولسمشر حامد کرزي له هر کلي سره مخ شوی دی او په وینا یې، یوازې د افغانانو ترمنځ مشوره کولی شي په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات سبب شي. ولسمشر غني هم ویلي چې مشورتي لویه جرګه به د دایمي سولې لپاره لارې چارې ولټوي او په دې جرګه کې به د هېواد له ګوټ ګوټ او د هر قشر خلک حاضر وي.
ولسمشر غني تېره ورځ د لومړي ځل لپاره د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې رابللو ته تیاری ښودلی دی. غني پرون د سولې په تړاو د حکومت له لوري یوې جوړې شوې مشورتي غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې په راتلونکې کب میاشت کې به د افغانستان د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه رابولي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي چې د سولې عالي شورا باید د افغان سولې په اړه د ټولو خلکو نظرونه واخلي، د هېواد له ګوټ ګوټه خلک راټول کړي او په دغه جرګه کې د افغان سولې په اړه اجماع رامنځ ته کړي. ولسمشر غني د دې جرګې دقیقه نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ویلي یې دي چې په کب میاشت کې به جوړه شي او ورپسې جوخت به په حمل میاشت کې د کابل پروسې بل کنفرانس جوړېږي.
ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت او افغانانو سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او په دې توګه په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. د نوموړي په خبره، افغانان د باعزته سولې غوښتونکي دي او هېڅ وخت هغه سوله نه غواړي چې د دوی د ارمانونو او هیلو د له منځه تګ سبب شي.
ولسمشر غني همدا راز د مسکو غونډې ته په اشارې ویلي، چې د افرادو په غوښتنه رامنځ ته شوې پرېکړې نه شي منلی، بلکې هغه پرېکړې ورته د منلو دي چې د ټول ملت په خوښه شوې وي او د هېواد د راتلونکې په ګټه وي. د ده په خبره، د افرادو په شخصي غوښتنه له خپلې څوکۍ نه تېرېږي او نه هم په غیر رسمي غونډو کې تر سره شوې پرېکړې ورته د اهمیت وړ دي.
ولسمشر غني زیاته کړې چې حکومت سولې ته جدي دی او همدا چې په کب میاشت کې د سولې په تړاو مشورتي جرګه وشي، ورپسې به د کابل پروسې په درېیم کنفرانس کې هم د سولې په تړاو واضح او جدي بحثونه کېږي. غني ویلي، سوله لا هم دوی ته لومړیتوب ده، خو هغه سوله چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره کېږي.
هغه همدا راز ویلي چې کله سوله کېږي، نو افغانستان به تر خپل څنګ قوي متحدین ولري او د دغه هېواد په جوړولو او پرمختګ کې به پوره هڅه کوي. د غني په خبره، اروپايي ټولنې ژمنه ورسره کړې چې تر سولې وروسته به دوی د افغانستان تر ټولو نږدې همکاران او متحدان وي او د هېواد په اقتصادي او سوداګریزه وده کې به خپله همکاري کوي.
ولسمشر غني د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه هم څرګندونې کړې دي. غني ويلي چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې ستونزې موجودې دي او دغو ستونزو خلک اندېښمن کړي دي، چې له همدې امله په یادو کمېسیونونو کې اصلاحاتو ته اړتیا ده. د ولسمشر غني په خبره، د قانون په چوکاټ کې پر اصلاحاتو اجماع رامنځ ته شوې ده او په یادو کمېسیونونو کې به ژور اصلاحات راځي.
ولسمشر غني داسې مهال د لویې جرګې د جوړولو غوښتونکی شوی، چې تر دې وړاندې ډېرو سیاسیونو او مدني فعالانو د افغان ستونزې د حل لپاره لویه جرګه یوازینۍ لار بلله. پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې وړاندې هم په خپلو څرګندونو کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړولو غوښتنه کړې وه. هغه پرون په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر غني د څرګندونو هرکلی کړی دی. کرزي ویلي، د افغانستان ستونزه د ټول ولس ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده او دا کار یوازې مشورتي لویه جرګه کولی شي.




































