د امریکا ددفاع سرپرست وزیر وایي تر اوسه یې د سرتېرو د کمولو په اړه رسمي فرمان نه دی ترلاسه کړی. د امریکا ددفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن له رسنیو سره په خبره کې ویلي د ټرمپ د حکومت موخه دا ده، چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړي نو تر دې دمه یې د سرتېرو پر ایستلو جدي غور نه دی کړی. دده په خبره تر هغه چې سوله راځي امریکايي ځواکونه به د افغان پوځیانو تر څنګ ولاړ وي او د ترهګرۍ پر وړاندې به مبارزه کوي. د پاتریک په وینا سوله د ټرمپ د حکومت لومړیتوب دی او ټول تمرکز پر همدې مسئله دی، ځکه نو تر اوسه د سرتېرو د ایستلو مسئله دومره جدي نه ده مطرح شوې. پاتریک په ناڅاپي توګه افغانستان ته سفر کړی و. هغه په دې سفر کې له ولسمشر غني او د ملي دفاع له سرپرست وزیر اسدالله خالد سره کتلي دي. پاتریک ژمنه کړې چې امریکايي سرتېري به د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړ وي او د ترهګرۍ ضد مبارزه به مخ ته وړي.



































