د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي د اروپايي تولنې او ناټو له چارواکو سره کتلي دي. زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي، اروپايي ټولنې او ناټو ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له پروسې به ملاتړ کوي. دده په وینا یادو بنسټونو غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې هڅې دې نورې هم چټکې شي او په دې برخه کې یې هڅونې د پام وړ دي. زلمي خلیلزاد تېره ورځ د افغانستان د سولې په اړه خپل ۱۸ ورځنی سفر پيل کړی دی. ټاکل شوې چې په دغه سفر کې، ترکیې، قطر، المان، افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې له دغه سفر د خیلیلزاد موخه د افغانستان د ستونزې حل دی او هڅه کوي د مذاکراتو له لارې په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.




































