د طالبانو له لوري توغول شوې هاوان ګولۍ د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي دي. د راپورونو له مخې د تخار ولایت په دشت قله ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو هاوان ګولۍ توغولې ده، چې په یوه کور کې لګېدلې او مرګ ژوبله لري. په دې پېښه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د تخار ولایت ځايي چارواکي وایي دغه هاوان د طالبانو له لوري توغول شوی او موخه یې هم پر ولسوالۍ برید و، خو عام وګړي پکې وژل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































