طالبانو له امريکا سره د خبرو لپاره ١٤ کسيز نوی مذاکراتي ټيم اعلان کړی دی. د طالبانو لخوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، له امریکایې لوري سره خبرې دوام لري او د موضوع د اهمیت پر بنسټ د مشر هبة الله اخندزاده په لار ښوونه د سیاسي دفتر د مرستیال ملا برادر اخند لخوا دا مذاکراتي ټیم تعین او په کار ګمارل شوی دی. شیرمحمدعباس ستانکزی د ټیم د مشر په توګه، مولوي ضیاالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوی امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني،ملا نورالله نوري، مولوی محمدنبي عمري او ملا عبدالحق وثیق د ټیم د غړو په توګه ټاکل شوي دي. ویل شوي چې دوی به له امریکا سره د سولې خبرې پر مخ بيايي.




































