د امریکا ددفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، د امریکا ستره موخه په افغانستان کې د ثبات راوستل او هلته د ترهګرو ځپل دي. دده په وینا د سیمې د امنیت او د افغانستان د ثبات لپاره د امریکا دغه مهم کار لا هم دوام لري. هغه یو ځل بیا ویلي چې د سولې خبرې د امریکا لپاره لومړیتوب دي، خو دا په دې مانا نه ده، چې پایلې ته تر رسېدو پرته به امریکایي ځواکونه له افغانستان وځي. دده په وینا په سیمه کې د امریکايي ځواکونو حضور حتمي او مهم دی او له دې ځایه د امریکا او د واشنګټن د متحدینو امنیت ګواښل کېدای شي. هغه همدا راز ټینګار کړی، چې د سولې په ټولو خبرو کې باید افغان حکومت او د افغانانو استازي حضور ولري. دده په خبره ستونزه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده. هغه له افغانستان تر ستنېدو وروسته رسنیو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لا هم خپل نظامي حضور ته ادامه ورکوي.




































