د امریکا په سنا کې د وسله والو ځواکونو د کمېټې مشر جیمز انهافې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکايي حکومت ته به اجازه ور نه کړي چې د حالاتو تر ښه کېدو مخکې له افغانستان خپل سرتېري وباسي. دده په وینا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور هلته له روانو حالاتو سره تړلی دی او دغه هېواد داسې بې سرنوشته نه پرېښوددل کېږي. هغه ټینګار کړی چې امریکايي ځواکونه به د ترهګرۍ ضد ماموریت ته ادامه ورکوي او که داسې و نه شي نو د امریکا په دفاعي بودیجې او ددفاع سرپرست وزیر ته د تایید رایې په ورکړه کې به خنډونه جوړ کړي. هغه ویلي که د امریکا ددفاع سرپرست وزیر بې وخته د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کوي، دوی یې پر وړاندې درېږي او د باور رایه به ور نه کړي. هغه ددفاعي بودیجې د ځنډولو او په هغه کې د ستونزو جوړولو ګواښ هم کړی دی.




































