ناټو غواړي چې د ټولو افغانانو په اتفاق او غوښتنه د دایمي سولې هوکړه رامنځ ته شي. په ناټو کې د امریکا استازې کای بیلي هاټسن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، پرون د افغانستان د سولې پر مسئله اوږده بحثونه شوي دي. د نوموړې په خبره د ناټو ټول غړي او متحدین په دې باور دي، چې په افغانستان کې روانه جګړه د مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده او له نظامي لارو هېڅ لوری بري ته نه شي رسېدلی. د نوموړې په خبره ټولو اړخونو په یوه خوله په افغانستان کې د یوې دایمي سولې له هوکړې ملاتړ کړی دی. د بیلي په وینا ټول په دې ټینګار کوي، چې د افغانانو په خوښه او اتفاق دې د دایمي سولې یوه هوکړه رامنځ ته شي او ناټو به له دغه هوکړې هر اړخیز ملاتړ کوي. د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پرون ویلي وو، ناټو ډاډ ورکړی چې د سولې له ټولو هڅو او ګامونو ملاتړ کوي.




































