د ټاکنیزو کمیسیونونو د کمیشنرانو لرې کول پر ولسمشریزو ټاکنو کوم اغېز نه لري. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ټاکنیزو کمیسیونونو کمیشنران له دندې لرې کړل شوي، خو د دارالانشا رییسان په موقته توګه ددغه کمیسیونونو مشري کوي. دده په وینا د یادو کسانو لرې کېدل پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هېڅ راز منفي اغېز نه لري. هغه زیاته کړې، له دې کار د حکومت موخه دا ده، چې وکړی شي شفافیت راولي او راتلونکې ټاکنې د ولس په خوښه ترسره شي. بل پلو لویې څارنوالۍ بیا د ټاکنو کمیسیونونو کمیشنران ممنوع الخروج اعلان کړي دي. د لویې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې دغه قضیې به په شفافه او هر اړخیزه توګه څېړي او ټولو شکایتونو ته به ځواب ویل کېږي.




































