په افغانستان کې د چين سفير ليو جين سونګ د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. د چین له سفارته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کريم خرم هم ګډون درلود. پخواني ولسمشر چینایانو ته د پسرلني اختر د مبارکي تر څنګ هیله څرګنده کړې چې افغانستان کې سوله راشي او چينايي ملګري افغانستان ته سفر وکړي. سرچینه کاږي چې ليو، د چين او افغانستان ترمنځ اړيکو ته د ده له پاملرنې مننه کړې او هيله يې څرګنده کړې چې په نوي کال کې به د افغانستان د پخلاينې بهير مثبت پرمختګ وکړي. د سرچینې په خبره دواړو خواوو د سولې پر روانې پروسې او یو لړ نورو بحث وړ موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.



































