د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د افغان ستونزې هواري لپاره د سولې د روانو هڅو د کلک ملاتړ ترڅنګ ویلي چې د سولې په پروسه کې باید افغان دولت هم شامل شي. ځکه چې په خبره یې افغان حکومت قانوني حیثیت لري او په خبرو کې یې رول خورا مهم دی. هغه په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې یوه ورځ مخکې ویلي چې که څه هم د سولې د روانو خبرو په اړه قضاوت به تر وخت مخکې خبره وي خو ټینګار یې کړی دی چې ناټو به له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه ویلي د افغانستان وضعیت لا هم ستونزمن دی خو د سولې د ټینګښت لپاره هڅې هم دوامداره دي او د امریکا لخوا ناټو ته د افغان سولې لپاره د روانو هڅو په اړه معلومات ورکړل شوي دي او تمه یې ښودلې چې بلاخره به دا خبرې ښې پایلې ته ورسېږي. هغه زیاته کړې چې ناټو د افغان سولې په اړه د یو احتمالي تړون د پایلو په اړه په مشورو بوخته ده. په بلجیم کې د ناټو د دفاع وزیرانو کېدونکې دوه ورځنۍ غونډې په اړه سټولټنبرګ وویل، د یادې ناستې په دویمه ورځ د افغانستان وروستي حالات او د ناټو د ماموریت اروزنه کېږي.



































