د جرمني پارلمان تېره ورځ ددغه هېواد د لومړۍ وزیرې په حضور کې پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې به یې د یوه بل کال لپاره هم ځواکونه حضور ولري. دوی پرېکړه کړې چې دغه پوځيان به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته ادامه ورکوي. المان وايي دوی غواړي د افغانستان په پرمختګ، امنیت او ثبات کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. د المان پارلمان همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د مېشتو سرتېرو شمېر یې تر ۱۳۰۰ کسانو پورې لوړېدلی شي. المان دمګړی د ۱۲۰۰ په شاوخوا کې سرتېري په افغانستان کې لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ کې ونډه اخلي.



































