د رسنیو د راپورونو له مخې د ناټو غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې نن پنجشنبه به د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې کوي. د ناټو د ۲۹ غړو هېوادونو ددفاع وزیران به په دغه غونډه کې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم تر بحث لاندې نیسي. ناټو داسې مهال د افغانستان په اړه غونډه کوي چې د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استاز دغه سازمان ته ورغلی و. زلمي خلیلزاد دوې ورځې وړاندې په ناټو کې د وینا پر مهال وویل، چې د افغانستان ثبات امریکا او ناټو ته مهم دی. دده په خبره ناټو، امریکا او اروپايي ټولنه په افغانستان کې ګډې موخې لري او دغه موخې د همکارۍ پر مټ ترلاسه کېدلی شي. ناټو هم ژمنه کړې وه، چې دوی به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د افغان پوځ روزنې ته ادامه ورکوي. دوی همدا راز ویلي وو، چې د افغانستان د سولې د هر ګام ملاتړي او همکاران دي.




































