د ارګ مطبوعاتي دفتر وایي ولسمشر غني د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره المان ته تللی دی. ولسمشر به په دغه کنفرانس کې د خبرو پر مهال د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او په افغانستان کې د سولې پر روانو هڅو خبرې وکړي. د مونیخ امنیتي کنفرانس هر کال جوړېږي او په نړۍ کې پر روانو امنیتي مسایلو او حالاتو خبرې کېږي. دغه کنفرانس به د جمعې په ورځ پیلېږي او تر درېیو ورځو به دوام وکړي. په کنفرانس کې د ۷۰ هېوادونو ۳۵۰ استازي ګډون لري.




































