اجراییه ریاست وایي، که په اسلام اباد کې د طالبانو، پاکستاني او امریکایي پلاوو لیدنه د بین الافغاني خبرو یوه هڅه وي دوی ترې هرکلی کوي. اجراییه ریاست دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو پرون په یوې خپرې کړې اعلامیه کې په پاکستان کې له امریکایي او پاکستاني پلاوي سره د ناستې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې دا خبرې به پر افغان سوله متمرکزې وي. د یاد ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، که څه هم له وسله والو مخالفینو سره هر ډول اړیکې نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې په ګټه نه دي خو که چېرته د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره ترسره کېږي نو دوی یې هرکلی کوي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې مرکچي پلاوي یې تر اوسه د خبرو بلنه نه ده ترلاسه کړې.




































