د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي د امریکا او پاکستان اړیکې یو مهم پړاو ته ننوتلې دي او په افغان سوله کې د پاکستان د همکارۍ له امله امریکا او ټوله نړۍ ترې خوښه ده او د دوی ستاینه کوي. د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې قریشي په مونیخ کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته تر روانېدو مخکې ویلي، د عمران خان د حکومت له پیله تر اوسه پاکستان هڅه کوله چې د پاکستان او امریکا اړیکې بېرته ورغول شي چې په خبره یې په دې برخه کې مثبت پرمختګونه شوي دي. هغه وویل وړاندې تر دې به امریکا پر پاکستان نیوکې کولې خو اوس یې ستاینه کوي چې دا یو ښه پرمختګ دی. نوموړي زیاته کړې ده چې دی به د مونیخ کنفرانس په څنډه کې له ولسمشر اشرف غني سره هم وګوري او په افغان سوله کې د وروستیو پرمختګونو په اړه به ورسره خبرې اترې وکړي.



































