د افغان سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د هڅو پیلېدو سره لوېدیځو رسنیو وویل، چې امریکا له طالبانو سره د سولې لپاره افغانستان کې لنډمهالی حکومت غواړي.
خو خپله خلیلزاد او افغان حکومت وویل، چې د دوی ترمنځ د دا ډول حکومت جوړېدو خبره نه ده شوې.
حامد کرزي هم بي بي سي ته په تازه مرکه کې ويلي ، چې د لنډمهالي حکومت پلوی نه دی او دا د افغان کشالې حل لاره هم نه ده.
نوموړی دا هم وايي، چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
کرزی وايي، مسکو ناسته کې د پردې تر شا پر دې پراخې خبرې وشوې چې طالبان څنګه له ټولنې سره یوځای شي.
له بلې خوا وسلوال طالبان راتلونکې دوشنبه اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ګوري.
دا ډله به د دې میاشتې وروستیو کې بیا له امریکايي پلاوي سره د سولې خبرې ولري.
امریکايي چارواکي وايي، چې د پاکستان په هڅو طالبان ور سره خبرو ته کېناستل
خو حامد کرزي په دغه مرکه کې ويلي چې لا هم د پاکستان په نیت شک لري.