د سولې شورا د دارالانشا رييس او د سولې په تړاو د سيمه ييزې اجماع په برخه کې د ولسمشر ځانګړى استازى عمر داوودزى ايران ته ځي. د سولې شورا وياند سيد احسان طاهري ويلي چې د سولې په هڅو کې به عمر داوودزى په نږدې راتلونکي کې تهران ته سفر وکړي. هغه زياته کړې چې تر اوسه د هغه د سفر نېټه او اجنډا نه ده مشخصه شوې خو په نږدې راتلونکي کې به اعلان شي. داوودزى په داسې حال کې ايران ته سفر کوي چې په ابوظبۍ کې د طالبانو او امريکا ترمنځ تر مذاکراتو وروسته د طالبانو پلاوي دوه ځلې تهران ته سفرونه کړي دي. له يادو سفرونو وروسته د ايران د بهرنيو چارو وزارت او امنيتي شورا دوه پلاوي په بېړنۍ توګه کابل ته سفرونه وکړل او د سولې په تړاو يې پيغامونه راوړي وو، خو جزيات يې نه دي په ډاګه شوي.




































