په دې وروستیو کې د امریکا پر وړاندې د روسیې څرګندونې خورا توندې او بې واکه شوې دي. د روسیې د ټاس خبري اژانس د خبر له مخې د یاد هېواد د ملي امنیت شورا مشر نیولای پاتروشیف ویلي چې امریکا غواړي افغانستان په ځان پورې وابسته وساتي او داسې وښیي چې که چېرته امریکا نه وي نو افغانستان هم خپل ځان نه شي ساتلی. هغه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې امریکا تل له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو خبرې کوي خو په دې برخه کې یې تر اوسه کوم عملي اقدام نه دی کړی. پاتروشیف د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې چې په افغانستان کې د امریکا حضور نه یوازې دا چې خپله اصلي دنده یې چې د تروریزم ځپل وو، نه ده تر سره کړې بلکې لا ډېرو ناامنیو ته یې لاره هواره کړې ده. هغه دغه راز ویلي چې امریکا په خپل حضور سره افغانستان لس کاله شاته بیولی دی. دا په داسې حال کې ده چې امریکا غواړي په نږدې راتلونکې کې خپل ۱۶۰۰ سرتېري له افغانستانه وباسي.




































