اجراییه ریاست وایي، د بهرنیو ځواکونو وتل د جګړې په ډګر کې د افغان پوځیانو پر روحیه هیڅ اغېز نه لري. یاد ریاست وایي جګړه د افغان ځواکونو له لورې رهبري او مدیریت کېږي او د جګړې بار هم خپله د دوی پر اوږو دی نو هیڅکله د بهرنیو سرتېرو وتل د افغان پوځیانو روحیه نه شي ضعیفه کولی. د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون وویل، امریکا حق لري چې هر وخت وغواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان لپاره تر ټولو مهم د امریکا همکاري ده او دوی تمه لري چې هغوی به د جګړې په ډګرونو کې افغان ځواکونه ښه تجهیز کړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل تازه ویلي چې ښایي د ۱۴۰۰ په شاوخوا کې امریکایي عسکر له افغانستانه وباسي.




































