ټاکل شوې وه چې د سعودي شهزاده نن پاکستان ته تللی وای خو دا سفر سبا ته ځنډول شوی دی. رویټرز اژانس اسلام اباد ته د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د سفر په اړه راپور کې ویلي چې افغان طالبان ممکن په اسلام اباد کې له بن سلمان سره وګوري. سرچینې د هغه د سفر د ځنډ لامل هم له طالبانو سره د نوموړي لیدنه ښودلې ده. رویټرز د یو لوړ پوړي پاکستاني چارواکي له خولې ویلي، که څه هم دا یو پټ راز دی خو طالبان به په اسلام اباد کې له سعودي شهزاده سره وګوري او د افغان جګړې پر پای ته رسولو به ورسره مهمې خبرې وکړي. یاد چارواکي چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویلي، شهزاده محمد به پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې د فبروري په ۱۸مه له طالب استازو سره هم وویني. په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر بیا له شهزاده محمد بن سلمان سره د لیدنې په اړه ویلي چې تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او سعودي عربستان د رویټرز دا راپور رد کړی دی.




































