المان له افغانستان او سوریې د ځواکونو د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د المان لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل د مونیخ کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان او سوریه کې وضعیت د ډاډ وړ نه دی، نو ددې اړتیا نه لیدل کېږي چې د ځواکونو دایستلو پرېکړه وشي. د نوموړې په وینا له افغانستان او سوریې د ځواکونو وتل به ایران او ترهګرې ډلې په سیمه کې پیاوړې کړي او دوی ته به ځانونه ځواکمن ښکاره شي. میرکل پر امریکا غږ کړی چې د خپلو سرتېرو د حضور او ایستلو پرېکړه په پوره غور وکړي او ناڅاپي وتل د هېچا په ګټه نه دي. میرکل داسې مهال دغه څرګندونې کړې، چې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان له افغانستان د ۱۴۰۰ عسکرو د ایستلو خبر ورکړی دی. دده په خبره دغه سرتېرو ته اړتیا نه لیدل کېږي نو ځکه به له افغانستان و ایستل شي.



































