د غزني په مقر ولسوالۍ کې د سلګونه تنو اعتراض کوونکو له لوري نن څلورمه ورځ هم د کابل- کندهار لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده. دوی غواړي، چې د غزني مقر ولسوالي دې ولایت شي او د غزني ترڅنګ د زابل او پکتیکا ولایت ځینې ولسوالۍ دې هم د دغه نوي ولایت برخه شي. د اعتراض کوونکو په وینا، د سردار محمد داود خان د حکومت پر مهال د دغې ولسوالۍ د ولایت کېدو ژمنه شوې وه، خو تر اوسه نه ده عملي شوې. اعتراض کوونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، تر هغه یې چې غوښتنې نه وي پوره شوې، دغه لار به د ترافیکو پر مخ تړلې وي او لاریونونه به یې دوام کوي. د غزني والي بیا له لاریون کوونکو سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې خپله غوښتنه دې له مرکزي حکومت سره شریکه کړي او په مقر کې دې خپلو اعتراضونو ته د پای ټکی کېږدي.




































