د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د داعش ډلې خلافت د ړنګېدو په حال کې دی. ټرمپ له خپلو اروپایي متحدینو غوښټنه کړې چې په سوریه کې څه باندې ۸۰۰ افراطي وسله وال چې نیول شوي تسلیم شي. هغه پر خپل ټویټر لیکلي، امریکا له بریتانیا، جرمني او نورو اروپایي ملګرو غوښتنه کوي چې په سوریه کې د داعش ډلې څه باندې ۸۰۰ جنګیالي چې دوی نیولي محاکمه کړي. نوموړي دغه راز لیکلي چې داعش ډله د زوال په حال کې ده خو اوس د نورو وخت دی چې تر خپله وسه اقدامات وکړي. هغه ویلي دوی به د داعش پر وړاندې له بریا وروسته له سوریې خپل پوځیان وباسي. راپورونه وایي د اروپا او نورو هېوادونو سلګونه وګړي منځني ختیځ ته تللي چې د افراطي ډلو په پلوي په جګړو کې برخه واخلي.




































