د ملي امنیت پخواني رییس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل پخپله تازه مرکه کې ویلي، پاکستان غواړي طالبان پیاوړي وښيي او تر څنګ یې ستره موخه دا ده، چې ځان په نړیواله کچه مطرح کړي. دده په خبره پاکستان غواړي دا وښيي چې دوی په سیمه کې هر څه کولی شي او د هر بدلون جوګه دي. رحمت الله نبیل ویلي، د پاکستان بله هڅه دا ده، چې طالبان نړیوالو ته قوي ښيي او غواړي دا ثابته کړي چې دغه ډله د افغان حکومت تر څنګ یو موازي حکومت دی. د نبیل په خبره د سولې په برخه کې پر پاکستان تکیه کول ستره تېروتنه ده او نړیوالو ته هم په کار ده، چې د کلونو په تېرېدو د پاکستان اصلي څېره و پېژني او ددغه هېواد په ژمنو تېر نه وځي. هغه د پاکستان پر دې کارونو هم نیوکې کړې چې په تور لېست کې شاملو کسانو ته د سفر زمینې برابروي او په لوی لاس له نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.



































