نېشنل انټرسټ مجلې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د احتمالي وتلو او د هغوی له وتلو وروسته د افغانستان پر برخلیک تازه مطلب لیکلی دی. نېشنل انټرسټ وايي، چې امریکا له افغانستانه وځي، که له افغان حکومت سره د لویې کچې مرستې و نه شي، طالبان به د هېواد ډېرې سیمې په اسانۍ لاندې کړي. د مجلې په وینا، طالبان ښايي په دغسې حالاتو کې د پاکستان په مرستو لا ډېره تکیه وکړي. مجله د روسیې د رول په اړه وايي، پوتین نه غواړي چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېږي، خو په وینا یې، دا هم نه غواړي، چې په داسې یوه هېواد کې امریکا بریالۍ شي، چې درې لسیزې وړاندې پکې د ده هېواد مات شوی و. دغه خبر داسې مهال دی چې تازه مسکو د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ د خبرو کوربه و. دغه غونډې د هر کلي تر څنګ نیوکې هم پارولې دي.



































