د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د افغان سولې برخه کې د پاکستان رول د پام وړ مهم دی. هغه ویلي که څه هم یاد هېواد په دې برخه کې د خپل رول لوبولو هڅه کړې ده خو په خبره یې پاکستان باید د سولې برخه کې خپل مهم رول په بشپړه توګه ادا او عملي کړي. هغه په دې برخه کې د سعودي رول ته په اشارې ویلي، سعودي هم د سیمې هېوادونو کې یو هغه هېواد دی چې پر طالبانو نفوذ لري او کولی شي په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.




































