راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند محمد حنیف اتمر وایي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم د رڼو ټاکنو غوښتونکی دی او دوی له حکومته غواړي چې په دې برخه کې له انحصار ډډه وکړي. نوموړي نن په کابل کې خبري ناستې ته په خبرو کې د لویې جرګې له جوړېدو هم هرکلی وکړ خو زیاته یې کړه چې دا جرګه باید د شخصي ګټو او ټاکنيزو موخو لپاره نه وي. نوموړي د ټاکنیزو کمیسیونونو د کميشنرانو د لرې کيدو په اړه د ولسمشر وروستۍ پرېکړې ته په اشارې وویل چې د حکومت دې کړنې اندېښمن کړي دي ځکه چې هغوی په دې برخه کې له ټاکنیزو ټیمونو سره هیڅ راز مشوره نه ده کړې. نوموړي د ټاکنیزو کمیسیونونو په اړه د حکومت وروستۍ پرېکړه عجولانه او غیر قانوني وبلله .اتمر که څه هم د ولسي جرګې ټاکنې له فساده ډکې وبللې خو حکومت یې هم په دې برخه کې پړ وباله چې په خبره یې په ټاکنو کې یې لاسوهنه کړې ده. هغه دغه راز له حکومته غوښتنه وکړه چې د هغو کسانو له عزل او برطرفۍ دې لاس واخلي چې د ولسمشر د ټاکنیز ټیم غړي نه دي. اتمر د خپلو خبرو پر دوام وویل، حکومت باید د قانون په سمون کې له سلیقوي چلنده ډډه وکړي او خپل اجرات په مشوره او د قانون پر بنسټ تنظیم کړي.




































