شنبه, اگست 1, 2026
28 °c
Columbus
23 ° سه شنبه
23 ° چهارشنبه
23 ° پنجشنبه
22 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

    بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

    کډوال؛ تېره ورځ سلګونه افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    اوچا: سېلابونه ښايي په افغانستان کې ناچاوده مهمات رابرسېره کړي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

زلمی خلیلزاد: د سولې لپاره باید یو رښتینی او ملي مرکچي ټیم جوړ شي

فبروري 19, 2019
in افغانستان
0 0

په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره تر هر څه وړاندې یوه ملي او رښتیني مرکچي ټیم ته اړتیا ده. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغان سولې ته تر هر څه وړاندې یو ملي، رښتینی او له ټولو اړخونو جوړ مرکچي پلاوی اړین دی. نوموړي چې پرون یې له طلوع نیوز سره خبرې کولې ویلي، که جوړېدونکی ټیم، رښتینی، ملي او له ټول شموله نه وي، نو د سولې لپاره به ګټور تمام نه شي.

سره له دې چې افغان حکومت د روان کال په کب میاشت کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې د جوړولو خبره کړې ده، خو زلمی خلیلزاد وایي چې تر لویې جرګې وړاندې باید ملي مرکچي ټیم جوړ کړل شي او لویه جرګه دې دغه ټیم په مذاکراتو کې خپل استازی وبولي او واکونه دې ورکړي. د زلمي خلیلزاد په خبره، په دغه ټیم کې باید د حکومت په ګډون د ټولو سیاسي اړخونو استازي حاضر وي او دوی دې د ډلو د ګټو پر ځای ملي او دایمي ګټو ته ارزښت ورکړي.

زلمي خلیلزاد همدا راز د ولسمشر غني او افغان حکومت پر خلاف د مسکو د غونډې هرکلی کړی دی. د نوموړي په خبره، هره هغه هڅه چې افغانان سولې ته رسولی شي، هیله بښونکې ده او دوی په ښه سترګه ورته ګوري. نوموړي د مسکو د غونډې پایلې ته هم هیله مندي ښودلې ده.

زلمي خلیلزاد د طالبانو په اړه ویلي، چې له دې ډلې سره د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه بیا ویني او پر هغو طرحو او پلانونو خبرې کېږي، چې په مخکینیو خبرو کې مطرح شوي دي. خلیلزاد وايي، له طالبانو سره یې مهمې خبرې کړې دي، خو دوی ورته ویلي چې د ځينو مسایلو په اړه پرېکړه نه شي کولی، خو په اړه به یې له خپلو مشرانو سره مشورې  کوي. نوموړی وايي: «له طالبانو سره مو پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. ځینې طرحې او پلانونه مو په خبرو کې مطرح شوي دي. دوی ویلي چې د ځينو مسایلو په اړه د پرېکړې واک یې له مشرانو سره دی. طالب استازي به له مشرانو سره خبرې کوي، نو دا چې په راتلونکې غونډه کې کومو پایلو ته رسېږو، معلومه نه ده.»

خلیلزاد په خپلو خبرو کې دا هم ویلي چې طالبان په واک کې شریکېدو ته لېواله دي، خو په دې اړه خبرې او مذاکرات یوازې افغان حکومت کولی شي. د خلیلزاد په خبره «طالبان وایي چې دوی د خپل حکومت پر مهال بریالي نه وو. په واک کې شرکېدو ته لېواله دي. دوی د سولې خبرو ته هم ډېر لېواله دي، خو دا چې څه ډول سوله غواړي نه ده واضح شوې. ډېر مسایل دي چې یوازې افغان حکومت یې په اړه پرېکړه کولی شي. نو ځکه دغه مسایل باید له افغان حکومت سره مطرح شي.»

د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي دغه راز ویلي، چې طالبان باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خلیلزاد وايي چې طالبان له حکومت سره له مخامخ خبرو مخ اړوي، چې دا د سولې په خبرو کې لوی خنډ دی. خلیلزاد دغه راز ویلي چې په حکومت کې سیاسي اختلافونه، د سولې په اړه اختلافونه، په سیمه کې روان تحولات هم هغه څه دي، چې د سولې په لار کې خنډ ګرځېدلي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د پاکستان په اړه هم ځینې څرګندونې کړې دي. خلیلزاد ویلي چې پاکستان د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولی شي. دده په خبره، له پاکستان سره د امریکا او همدا راز نورو هېوادونو مرستې په دې پورې تړلې دي، چې په افغان سوله کې څومره رښتیني دي. هغه زیاته کړې، د سعودي عربستان له حکومت سره یې هم په دې اړه خبرې کړې دي، چې که پاکستان په افغان سوله کې رښتینی ګام نه اخلي، نو باید د سعودي حکومت له دغه هېواد سره مرسته ونه کړي.

Tags: featured
Share61Tweet6Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
Columbus, United States
شنبه, اگست 1, 2026
Mostly Cloudy
28 ° c
43%
11mh
-%
26 c 20 c
سه شنبه
27 c 20 c
چهارشنبه
27 c 20 c
پنجشنبه
27 c 17 c
جمعه
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د سېلاب ځپلو سیمو لپاره د بېړنیو مرستو د چټکتیا غوښتنه شوې ده

جولای 31, 2026

بریتانیا له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ژمنه وکړه

جولای 31, 2026

له ځغاستې تر رهبرۍ: د چین اوپن سورس ماډلونه په واقعي اقتصاد کې ژور مدغم شوي

جولای 31, 2026

ټرمپ: د حماس د بې وسلې کولو پر هوکړه توافق شوی

جولای 31, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In