خلیلزاد وايي د افغان سولې لپاره یو ملي مرکچي ټیم اړین دی. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پخپلو وروستیو مرکو او له ځينو سیاسي څېرو سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان جګړه د افغانانو ترمنځ د خبرو له لارې د حل وړ ده. نوموړي پرون ناوخته له پخواني جهادي قومندان عبدالرب رسول سیاف سره په لیدنه کې ویلي، افغان سیاسیون او حکومت باید یو ملي، متحد او رښتینی مرکچي پلاوی وټاکي. دده په خبره دغه پلاوی کولی شي د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب له طالبانو سره خبرې وکړي او روانې ستونزې ته د حل لاره ومومي. خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې سیاف هم پر دې مسئله ورسره هوکړه کړې او د افغان سولې لپاره یې دغه لاره غوره او ګټوره بللې ده. خلیلزاد تېره ورځ له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې هم ویلي وو، چې د سولې په اړه تر مشورتي لویې جرګې مخکې باید یو ملي، رښتینی او متحد مرکچي پلاوی جوړ کړل شي او بیا دې جرګه دغه پلاوي ته بشپړ صلاحیت ورکړي.




































