محمد بن سلمان له پاکستان سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې محمد بن سلمان د پاکستاني پوځ له مشر جنرال باجوه سره لیدلي دي او په افغانستان کې یې پر روانه جګړه بحث کړی. نوموړي باجوه ته ویلي چې پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې همکاري وکړي. دده په وینا پاکستان باید په دې برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي او په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره اړین ګامونه اوچت کړي. دغه راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې امریکايي استازي زلمي خلیلزاد هم پر پاکستان د فشار خبره کړې ده. دده په وینا د سعودي عربستان له ولیعهد سره یې خبرې کړې دي او هغه ته یې ویلي، چې پاکستان په افغان سوله کې همکارۍ ته اړ کړي.




































