په دبۍ کې د نړیوال کرنیز نندارتون په دویمه ورځ افغان سوداګرو د ۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د پلور قراردادونه لاسلیک کړي دي. د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه قراردادونه د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ په ځانګړي ډول د زعفرانو او وچې میوې په برخه کې شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دې نندارتون په لومړۍ ورځ ویلي و، چې تمه ده د دې نندارتون په ترڅ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د پنځوس میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه لاسلیک شي. افغان سوداګرو په دې نندارتون کې ۲۸ غرفې لري او بېلابېل خوراکي مواد لکه وچه میوه، زعفران او لبنیات یې نندارې ته ایښي دي. دا نندارتون پنځه ورځنی دی.