نن شپږمه ورځ ده چې د غزني په مقر ولسوالي کې د کابل-کندهار لویه لار د مسافرو پر مخ تړلې ده. لاره شپږ ورځې مخکې وروسته تر هغه وتړل شوه چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د مقر ولسوالي بازار ته په اعتراض راووتل. لاریونوال له حکومته پر ولایت د خپلې ولسوالۍ د بدلېدو غوښتنه کوي. دوی له حکومته غواړي چې یاده ستراتیژیکه ولسوالي چې شاوخوا شپږ ولسوالۍ پرې را چاپېرې دي او شپږ واړو ولسوالیو سره لنډ سرحدونه لري، باید د نویو ولایتونو په لیست کې ونیول شي. لاریونوال وایي څو پورې چې یې غوښتنه نه وي منل شوې هیچا ته به پر دې لار د تېرېدو اجازه ورنه کړي. بل خوا د کابل کندهار لویې لارې مسافر وایي چې د لار بندېدو له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. هغوی هم له حکومته غوښتنه کوي چې د دې لارې د خلاصون لپاره دې هر څه ژر اړین اقدامات وکړي.




































