د ملي شورا یو شمېر غړي وایي، د سولې په اړه د سیاستوالو ترمنځ روان اختلافونه به دغه پروسه له ستونزو سره مخ کړي. د مشرانو جرګې دویم مرستیال محمد اصف صدیقي او د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، د ځینو ګوندونو او افغان سیاستوالو ترمنځ د سولې د موضوع په اړه اختلافونه شته او دا موضوع کولی شي یاده پروسه له ستونزو سره مخ کړي. صدیقي وایي، هغه سیاسي څېرې او ډلې چې په یو ډول نه یو ډول د دې پروسې مخالفت کوي باید له اختلافونو لاس واخلي او په یوه خوله په هېواد کې د سولې لپاره غږ اوچت کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تېره ورځ پر افغانانو غږ وکړ چې په دې اړه خپل اختلافونه یوې خواته کړي او د سولې خبرو لپاره دې یو ملي او ټول منلی مرکچي پلاوی وټاکي.




































