د رسنیو د راپورونو له مخې اروپايي هېوادونه وايي، دوی د ۱۸ کلونو لپاره په افغانستان کې وو، د امریکا تر څنګ یې د ترهګرۍ ضد مبارزه مخ ته وړې ده، نو اوس امریکا ته په کار ده، چې په دغه هېواد کې روان مسایلو ورسره همغږي کړي. د اروپايي هېوادونو ددفاع وزیرانو ویلي، چې په افغانستان کې ددوی د ځواکونو حضور د امریکايي ځواکونو په حضور پورې تړلی دی، نو ځکه باید هر ګام له ټولو اړخونو سره په همغږۍ واخیستل شي. ددوی په باور د سولې خبرې او د جګړې په ډګر کې ټول شته مسایل باید له اروپايي هېوادونو سره هم همغږي کړل شي. د یادو هېوادونو ددفاع وزیرانو همدا راز ویلي، چې د سولې خبرې باید پایلې ته ورسېږي او وروسته دې د ځواکونو د ایستلو په اړه پرېکړه وشي. ددوی په باور تر دې پرته د ځواکونو ایستل د هېچا په ګټه نه دي او ښايي خطر پېښ کړي.




































