د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داودزی وايي، د افغان سولې په تړاو مشورتي لویه جرګه به تر درې اونیو په کابل کې جوړه شي. داودزي وویل، چې دغه جرګه به درې ورځنۍ وي او د غځولو امکان یې هم شته. داودزي نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د دغه جرګې ۳۰ سلنه غړي به مېرمنې وي. داودزي زیاته کړه چې دغه کمېسیون به د سیاسي حزبونو، مدني ټولنو او مېرمنو په ګډون ۵۰ غړي ولري. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېره اونۍ د سولې عالي شورا ته سپارښته وکړه چې د کب میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې د افغان سولې په تړاو مشورتي لویه جرګې جوړه کړي. هغه ویلي و چې په دغه جرګه کې دې د افغانستان د ټولو خلکو استازي ګډون وکړي.




































