د هېواد دبهرنیو چارو وزارت وایي چې په کابل کې یې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله احضار کړی دی. د یاد وزارت سیاسي مرستیال ادریس زمان ویلي چې نوموړی یې د هغه د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې احضار کړی او په همدې تړاو یې د ځواب ویلو لپاره ورغوښتی دی. زمان ویلي چې نوموړي ته یې په همدې اړه یو ډیپلوماټیک اعتراضیه لیک هم سپارلی دی. دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان سفیر ذاهد نصرالله پرون وویل چې که هند د پاکستان پر وړاندې پر تاوتریخوالي لاس پورې کړي پر افغان سوله به بده اغیزه وکړي. د یادونې ده چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پلواما سیمه کې پر هندي پوځیانو تر برید وروسته د هند لومړي وزیر نرندرا مودي د برید پړه پر پاکستان واچوله او د غچ اخیستلو ګواښ یې وکړ.




































