د بلوڅانو د ازادۍ د غورځنګ یوه مشر خلیل بلوڅ په خپله یوه مرکه کې ویلي، پاکستان له ترهګرو نه یوازې د خپلو ګاونډیانو پر ضد استفاده کوي، ددې تر څنګ یې له دغه پدېدې د بهرني سیاست وسیله جوړه کړې ده. د خلیل بلوڅ په وینا پاکستان که غواړي له کوم هېواد انتقام واخلي، امتیاز واخلي او یا ځان ورته نږدې کړي نو ددې هر کار لپاره له ترهګرۍ استفاده کوي. نوموړي ویلي د پاکستان غیر قانوني او له وحشت ډکو کړنو په ټوله سیمه کې نا امنۍ رامنځ ته کړې دي او کلونه کېږي په خونړیو جګړو یې د میلیونونه انسانانو ژوند تریخ کړی دی. هغه په هند او افغانستان کې هر ډول بریدونه د پاکستان کار ګڼي او وایي، ددغه هېواد حکومت نه یوازې د ګاونډیانو بلکې د خپلو وګړو پر ضد هم له ترهګرۍ او افراطیت کار اخلي.




































