له ترکمنستان سره د ستراتيژیک مشارکت د تړون تر څنګ د نفتو او ګازو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لاسلیکېږي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي چې ولسمشر غني به نن د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف سره د ستراتيژیک مشارکت مهم تړون لاسلیک کړي. دده په خبره همدا راز به ددواړو ولسمشرانو ترمنځ د ګازو، نفتو، سوداګریز تګ راتګ، رېل پټلۍ او نورو مسایلو په برخه کې مهمې هوکړې لاسلیک شي. ارګ هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړوه ولسمشران به د اړیکو د لا پراختیا او ښه کېدو پر سر خبرې وکړي.




































