د اوبو انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږني ورښتونه له ۲۰۱۳ کال راهیسې بې مخینې وو او ۵۱ سلنه ډېروالی ښيي. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، ددوی څېړنې ښيي چې راتلونکی کال به د کروندګرو او زراعت لپاره یو ښه کال وي. ددغه وزارت د معلوماتو له مخې، روان کال د تېر کال په پرتله بیا په ورښتونو کې یو نیم برابر ډېروالی راغلی دی او د افغانستان لپاره ښه زېری دی. د اوبو او برېښنا وزارت وايي، تر ټولو ډېر ورښتونه د روان کال په جنورۍ او فبروۍ میاشت کې شوي دي. دغه وزارت ددې تر څنګ دا خبرداری هم ورکوي، چې ښایي د هوا په ګرمېدو سره په ځینو لوړو ساحو کې واورې اوبه او د سیلابونو سبب شي. سرچینه کاږي چې ښايي له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واوړي، نو مخکې له مخکې دې له خطر سره مخ سیمې خپل تیاری ولري.