د امریکا د مرکزي قومندانۍ قوندان جنرال جوزف ووټل وایي د افغانستان بریا د سیمه ییزو هېوادونو په ملاتړ کې ده. هغه چې په تاشکند کې یې د جنوبي او مرکزي اسیا هېوادونو د لوی درستیزانو په غونډه کې خبرې کولې وویل، د افغانستان د سولې لپاره د ټولو سیمه ییزو هېوادونو واحد نظر مهم دی او د افغانستان بریا د سیمه ییزو هېوادونو په ملاتړ کې ده. هغه زیاته کړې، امریکا په دې هڅه کې ده چې طالبان او افغان حکومت د سولې خبرو ته سره کېنوي. نوموړي دغه راز ویلي چې دوی د افغانستان د ثبات په برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو د واحد نظر د رامنځته کولو له مفکورې سره موافق دي او په خبره یې واشنګټن په دې باور دی چې د افغان سولې برخه کې د سیمه ییزو هېوادونو رول خورا اړین دی.




































