د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، ترکیه د افغانستان د سولې په مسئله کې مهم رول لوبولی شي نو ځکه دې د قطر په راتلونکې غونډه کې د ګډون فرصت ورکړل شي. ضمیر کابلوف ویلي، امریکا په یوازې ځان د افغانستان ستونزه نه شي حل کولی، بلکې ددې اړتیا ده، چې ځینې نور اړخونه هم په دې خبرو کې ګډون وکړي. کابلوف هیله څرګنده کړې چې له سیاسي لارو وکړی شي افغان جګړه ختمه شي، خو ددې اړتیا ده، چې د افغان حکومت په ګډون نور اړخونه هم پکې ګډ کړل شي. کابلوف په ترکیه کې له زلمي خلیلزاد سره هم کتلي دي او د افغان سولې په اړه یې خبرې کړې دي. ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۲۵مه یا دوې ورځې وروسته په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بل پړاو پيل شي.




































