طالبان یوازې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې خپلو غوښتنو ته رسېدلی شي. د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس عمر داوودزی وایي د افغان حکومت له همکارۍ او مرستې پرته طالبان له امریکا سره هېڅ راز پایلې ته نه شي رسېدلی. دده په خبره ډېر داسې مسایل دي چې امریکا یې د افغان حکومت له خوښې پرته نه شي ترسره کولی، نو له همدې امله ددې اړتیا ده، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي. د عمر داوودزي په خبره له تور لېست د طالبانو ایستل، ددوی د بندیانو خوشي کول او ورته نور مسایل په امریکا پورې نه بلکې په افغان حکومت پورې تړاو لري. داوودزي دا هم ویلي چې امریکا له طالبانو سره د افغان حکومت په خوښه او سلا خبرې کوي او ددوی هدف دا دی، چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي. هغه هیله څرګنده کړې چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي او په دې توګه دلته روانه جګړه ختمه شي.




































