د راپورونو له مخې هوايي ځواکونو تېره شپه د میدان وردګو ولایت په جلګه ولسوالۍ ( دایمیرداد) کې له وسله والو طالبانو سره نښته کړې، چې په دې نښته کې د ملکي وګړو پر کورونو هم هوايي بریدونه شوي دي. د سیمې خلک ادعا کوي چې په برید کې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقیقه شمېره یې نه ده مشخصه شوې. نا تایید شوي راپورونه بیا وايي چې په پېښه کې ۹ کسه ملکیان وژل شوي دي. بل لور ته د میدان وردګو والي جنرال مظفرالدین یمین له سپوږمۍ راډيو سره په خبرو کې یاده پېښه تایید کړې ده. دده په خبره تېره شپه افغان ځواکونو په جلګه کې عملیات کول، خو وسله والو طالبانو د ملکي وګړو له کورونو پر دوی ډزې کړې دي. دده په خبره افغان ځواکونو پر سیمه هوايي برید کړی دی او دغه پېښه رامنځ ته شوې ده. هغه دا تاییدوي چې په پېښه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ته خو کره شمېره یې نه ده معلومه. نوموړي ویلي د پېښې سیمې ته پلاوی لېږل شوی دی او ډېر ژر به په دې اړه معلومات له رسنیو سره شریک کړی. ښاغلي یمین پخپلو خبرو کې وویل، چې د عملیاتو پر مهال وسله وال طالبان تر ډېره د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای کېږي او له دې ځایه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي، چې له امله یې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي. هغه وویل چې د وردګو ولایت د جلګې پېښه به په هر اړخیزه توګه څېړي.




































